میږی او فیل ډیر ښه ملګري و او کله چې به ورته موقع وه
نو یو ځای به یې لوبې کولې. مشکل دا و چې د فیل پلار يو ډیر سخت پلار و او هغه نه
غوښتل چې زوی یې هغه مهال لوبې کوي چې د ښوونځۍ کار ورته پاتې وي، یا ورته مور د
کور په کارونو کې اړتیا لري. او هغه نه خوښول چې زوی یې د خپل ملګري میږي سره لوبې
کوي، او غوښتل یې چې هغه بايد د نورو فیلونو سره په ویاړ لوبې کوي.
کوچنی فیل د خپل پلار څخه ډیر ډاریدو او کله چې به هغه غوسه و
نو دا به یې نه خوښوله. خو دغه میږی ډیر زړور و او د هغه د بوډا غوسه ناک پلار څخه
نه ډاریدو.
یوه ورځ، دوانړو ملګرو د مهابیز* لوبه کوله چې وایې وریدو چې
پلار یې راروان دی. مځکه په زور سره ولړځیده او ونې له یې خوا بلې خوا ته ځنګیدلې.
’
اوه نه، دا خو مې پلار دی! ‘ وړوکي فیل چیغې کړې، د هغه
په مخ ویره څرګنده وه. ’ څه وکړم؟‘
وړوکي میږي خپله سینه راوویسته او پوره قد لوړ ودرید. ’
انديښنه مه کوه زما ملګریه، زما شا ته پټ شه او ستا پلار به تا و نه مومي
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں